د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د افغان ښځو او نجونو د اوسني وضعیت په اړه د نړۍ د مشرانو پر بېعملۍ نیوکه کړې او د هغو کسانو د حسابورکولو لپاره یې د اغېزمنو نړیوالو مېکانېزمونو د جوړېدو غوښتنه کړې، چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.
نوموړې د برېټانوۍ ورځپاڼې «ابزرور» سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو وضعیت سخت خراب شوی او د هغوی راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ ده.
ملالې د طالبانو د جزايي اصولنامې ته په اشارې ویلي، چې له مخې یې د مېړه له لوري د ښځې وهل او ټکول تر هغه وخته د عدلي تعقیب وړ نه ګڼل کېږي، څو چې سخت فزیکي زیان، لکه د هډوکي ماتېدل، نه وي رامنځته شوی.
هغې زیاته کړې، چې ځینې نړیوال مشران دا ډول محدودیتونه یوازې «کلتوري او کورنۍ مسئله» ګڼي، خو د هغې په وینا دا برداشت د منلو نهدی او باید د نړیوالو قوانینو له مخې ورته جدي پام وشي.
نوموړې همداراز ویلي، چې د سختو محدودیتونو سره سره افغان نجونو خپلې زدهکړې نه دي پرېښې او د ستونزو په منځ کې هم د تعلیم هڅې روانې ساتي.
ملالې د ۲۰۲۱ کال د تحولاتو په یادولو سره ویلي: «ما باور نهشو کولی، هغه کسان چې یو وخت یې زما پر لور ټوپک نیولی و، بیا واک ته ورسېدل او اوس د افغان نجونو راتلونکې له منځه وړي».
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو د زدهکړې، کار او ټولنیز حضور په برخو کې سخت محدودیتونه لګول شوي دي، چې له امله یې پراخې نړیوالې نیوکې هم مطرح شوې دي.
لیکوال:سعید سمیر








