د طالبانو مشر مولوي هبتالله اخوندزاده د لوی اختر د لمانځه پرمهال پر خپلو مخالفانو غږ کړی، چې افغانستان ته راستانه شي، اختلافات پای ته ورسوي او د طالبانو له ادارې سره یوځای شي. هغه ویلي، چې اوسنی نظام د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او دوی د پخواني جمهوري نظام د سرتېرو یتیمان او معلولان هم «پردي» نه بولي.
هبتالله اخوندزاده د چهارشنبې په ورځ د کندهار په عیدګاه جومات کې د اختر د لمانځه پرمهال په خپله وینا کې یو ځل بیا د مسلمانانو ترمنځ پر یووالي او د اختلافاتو د ختمېدو ټینګار وکړ.
هغه د امریکايي ځواکونو د وتلو وخت ته په اشارې وویل، هغه مهال یې اندېښنه لرله چې ښايي افغانستان یو ځل بیا کورنۍ جګړې ته ولاړ شي، خو د ده په وینا، طالبانو «ټولبښنه» اعلان کړه او د پخواني حکومت ځواکونو هم وسلې کېښودې، چې له امله یې کورنۍ جګړه رامنځته نه شوه.
د طالبانو مشر پر خپلو ځواکونو هم غږ وکړ، چې د غچ اخېستنې پرځای د بښنې لاره خپله کړي. د هغه په وینا، «شخصي غچ اخېستنې د خدای رسول نه دي کړې او هغه به بښنه کوله.»
نوموړي زیاته کړه، چې غچ اخېستنه د دښمنۍ لامل کېږي او د انتقام له لارې دوستي نه رامنځته کېږي.
هبتالله اخوندزاده د طالبانو پر مخالفانو غږ وکړ، چې اختلافات پرېږدي او له اوسني نظام سره توافق وکړي. هغه وویل: «اوس مو هم معافي ده، را دې شي، دا یې خپل ملک، خاوره او نظام دی.»
هغه همداراز وویل، چې د پخوانیو افغان ځواکونو د وژل شویو سرتېرو یتیمان او معلولان د طالبانو د حکومت په بودجه کې شامل دي او مرستې ورسره کېږي.
د نوموړي په وینا: «زه خو اوس هم، چې له موږ سره په جګړه کې وژل شوي، د هغوی یتیمانو او معلولانو ته هم پیسې ورکوم، خپل یې بولم، پردي یې نه بولم.»
د طالبانو مشر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په وروستیو کې د طالبانو وسلهوال مخالفان بیا فعال شوي دي. بلخوا پخواني ولسمشر اشرف غني هم په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې افغانستان د سیمې هېوادونو لپاره په امنیتي ګواښ بدل شوی او هېواد د مرګ او ژوند ترمنځ حالت کې قرار لري.
لیکوال:سعید سمیر








