د فاریاب ولایت د یوې ځوانې نجلۍ کورنۍ ادعا کوي چې لور یې له کابل څخه تر ورکېدو وروسته پاکستان ته لېږدول شوې ده. دوی همداراز د سمنګان ولایت د طالبانو د والي له ځینو نږدې کسانو سره تړلي تورونه مطرح کړي دي.
د کورنۍ د معلوماتو له مخې، نسیمه، چې ۱۹ کلنه ده او د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د پخلسوز کلي اوسېدونکې ده، شاوخوا دوه کاله وړاندې له یوه کس سره چې صیقل نومېده او په عکرمه مشهور و، واده کړی و. د کورنۍ په وینا، دغه کس د سمنګان د طالبانو د والي د یوه ساتونکي ورور دی.
د کورنۍ غړي یې وایي چې نسیمه له واده وروسته له کورني تاوتریخوالي او ستونزو سره مخ وه او څه موده وړاندې د درملنې لپاره د کابل یوه روغتون ته لېږدول شوې وه. د هغوی په خبره، نوموړې د ۱۴۰۴ کال د غويي په ۵مه د کابل د ده افغانانو له سیمې څخه د روغتون له رخصتېدو وروسته ورکه شوه او تر اوسه بېرته کور ته نه ده ستنه شوې.
د نسیمې پلار، قاري حفیظالله، ادعا کوي چې د خپلې لور له ورکېدو وروسته یې د طالبانو بېلابېلو ادارو، د کورنیو چارو وزارت په ګډون، ته مراجعه کړې، خو د هغه په وینا، دغو هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې.
د نسیمې کورنۍ همداراز ادعا کوي چې داسې شواهد په لاس کې لري چې ښيي نوموړې د پاکستان کوټې ښار ته لېږدول شوې ده. دوی یو انځور هم رسنیو ته سپارلی چې د کورنۍ په وینا، پکې نسیمه له هغه کس سره لیدل کېږي چې د سمنګان د طالبانو د والي د ورور په توګه یادېږي. خو د دې انځور او اړوندو ادعاوو کرهوالی تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
د نسیمې پلار وایي چې د دې قضیې د تعقیب پر مهال له سختو مالي ستونزو او فشارونو سره مخ شوی او د خپلو شتمنیو یوه د پام وړ برخه یې له لاسه ورکړې ده.
د دغې نجلۍ کورنۍ له مسؤلو ادارو، بشري حقونو سازمانونو او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کړې چې د نسیمې د برخلیک په اړه څېړنه وکړي او د دې قضیې د حقایقو په روښانه کولو کې مرسته وکړي.
د دې راپور تر خپرېدو پورې، د طالبانو چارواکو او د دې ډلې اړوندو ادارو د یادو ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دا راپور د نسیمې د کورنۍ د څرګندونو پر بنسټ چمتو شوی او تر اوسه د دې قضیې په اړه د مطرح شویو ادعاوو په تړاو کوم خپلواک تایید نه دی خپور شوی.
لیکواله:سلیمه آریایي








