TOOSnews
اعلان
ملا يعقوب: افغانانو ته دې معياري قونسلي خدمات وړاندې شي.
افغانستانټوس نیوز

ملا يعقوب: افغانانو ته دې معياري قونسلي خدمات وړاندې شي.

۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مسکو کې د طالبانو د سفارت د کارکوونکو د فعالیتونو، منظمې همغږۍ او په روسیه کې د طالبانو د استازولۍ د چارو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د افغانانو لپاره د قونسلرۍ خدمات باید معیاري او پر وخت وي.

د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي روسیې ته د خپل رسمي سفر پر مهال د سفارت له ودانۍ او اداري څانګو لیدنه کړې او د سفارت له طالب ډېپلوماټانو او کارکوونکو سره یې ناسته ترسره کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، ملا یعقوب د سفر پر مهال د سفارت د چمتووالي او د چارو د تنظیم ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې افغانانو ته باید معیاري، اغېزمن او پر وخت قونسلي او اداري خدمات وړاندې شي.

هغه همدارنګه د سفارت له مسوولینو غوښتي چې د افغانانو د ستونزو د حل او د خدماتو د لا ښه والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.