په جلال اباد ښار کې یو ځوان ادعا کوي چې د طالبانو د یوه ځایي قوماندان له لوري په چړو وهل شوی دی.
دغه ځوان، چې اسرار احمد نومېږي، وایي پېښه د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند د خالص فامیلیو په سیمه کې رامنځته شوې ده. نوموړي په یوه ویډیو کې ادعا کړې چې د طالبانو یو ځایي قوماندان، قاري متین، د خپلو ساتونکو په ملتیا د پنجشنبې ورځې مازیګر شاوخوا پنځه بجې د هغه کور ته ورغلی دی.
د اسرار احمد په وینا، یاد کس او ملګرو یې د کور د دروازې قلف مات کړی، کور ته ننوتلي او وروسته یې نوموړی په چړو ټپي کړی دی.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته اسرار احمد دولتي روغتون ته لېږدول شوی و. د راپورونو له مخې، د هغه روغتیايي وضعیت اوس د ډاډ وړ بلل کېږي.
تر اوسه طالبانو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
لیکوال:سعید سمیر








