TOOSnews
اعلان
د پکتیا په اسمان کې د پاکستاني بې پیلوټه التکو پرله‌پسې ګزمه.
افغانستانټوس نیوز

د پکتیا په اسمان کې د پاکستاني بې پیلوټه التکو پرله‌پسې ګزمه.

۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچينې وايي چې د پاکستان بې‌پيلوټه الوتکو د پکتيا ولايت په فضا کې ګزمې کړې دي.

د سرچينو په وينا، دغه بې‌پيلوټه الوتکې چهارشنبې، د زمري ۷مه د سهار له ۱۰:۰۰ بجو څخه شاوخوا دوه نيم ساعته د پکتيا په اسمان کې ليدل شوي دي.

سرچينې زياتوي چې د طالبانو ځواکونو د سپکو او درنو وسلو په وسيله د دغو الوتکو پر لور ډزې کړي دي.

پرون هم راپورونه خپاره شوي وو چې د پاکستان بې‌پيلوټه الوتکو د خوست ولايت په فضا کې ګزمې کړې وې.

تر اوسه پورې په پکتيا او خوست کې د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.