راپورونه ښيي چې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د زمري میاشتې په میاشتنۍ غونډه کې په شفاهي ډول افغان پوهنتونونو ته لارښوونه کړې چې د ښځو او نجونو د تحصیلي اسنادو د طی مراحل او تأیید بهیر ودروي.
د یوې سرچینې په وینا، دغه لارښوونه پوهنتونونو ته پرته له کوم رسمي فرمان یا مکتوب څخه، یوازې په شفاهي ډول ابلاغ شوې ده. سرچینې د دې لارښوونې د پلي کېدو د څرنګوالي او پراخوالي په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.
د پوهنتون یوه استاد هم ویلي چې طالبان هڅه کوي علمي او اکاډمیک بنسټونه د ښځو او نجونو له شتون څخه پاک کړي. د نوموړي په وینا، د دا ډول محدودیتونو لګول کولی شي د ښځو او نجونو د ښوونیزو او تحصیلي خدمتونو ته لاسرسی لا نور هم محدود کړي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او لوړو زدهکړو د طالبانو محدودیتونه لا هم دوام لري. خو تر اوسه د یادې ادعا شوې لارښوونې په اړه رسمي جزئیات او دا چې په پوهنتونونو کې تر کومه حده عملي شوي، نه دي خپاره شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








