TOOSnews
اعلان
په ۲۰۲۶ کال کې افغانستان کې د خوړو د بحران د لا زیاتېدو راپورونه خپاره شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

په ۲۰۲۶ کال کې افغانستان کې د خوړو د بحران د لا زیاتېدو راپورونه خپاره شوي دي.

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې افغانستان سږ کال د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا لري، خو تر اوسه یوازې ۲۶۹ میلیون ډالر، چې د دې ټولې اړتیا ۱۶ سلنه جوړوي، برابر شوي دي.

اوچا په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د مالي سرچینو دغه سخت کمښت کولی شي د حیاتي مرستو د وړاندې کولو بهیر له ستونزو سره مخ کړي او میلیونونه کسان د اړینو ملاتړونو له لاسرسي محروم کړي.

په همدې حال کې، د «ډاټا فار افغانستان» په نوم امریکایي بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې سږ کال به په افغانستان کې له ۱۱ میلیونه څخه زیات خلک د خوړو له ناامنۍ ،بحران یا تر هغه لوړې کچې سره مخامخ شي. د راپور له مخې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر کورنۍ او کارګران لا هم د خپلو لومړنیو خوړو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۶ کال له اپرېل څخه تر سپټمبر پورې به له ۱۱ میلیونه څخه زیات خلک د خوړو په «بحراني»، «اضطراري» یا «ناورین»سره مخ وي. همدارنګه بدخشان، بلخ، بامیان، دایکنډي، فاریاب، غور، جوزجان، کونړ او سرپل ولایتونه له زیانمنو سیمو څخه ګڼل شوي دي، چې لږ تر لږه ۴۰ سلنه خلک یې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي.

د راپور له مخې، جوزجان ولایت د هېواد په کچه تر ټولو لوړه کچه د خوړو ناامني لري، او شاوخوا نیمایي زیانمن وګړي یې په بحراني یا تر هغه بد وضعیت کې ژوند کوي. ورپسې فاریاب، دایکنډي او غور هر یو ۴۵ سلنه، او بامیان، بلخ، سرپل، کونړ او بدخشان هر یو ۴۰ سلنه په رده کې دي.

راپور ټینګار کوي چې د خوړو د اخیستلو د توان کمېدل لا هم د افغانانو له مهمو ستونزو څخه ده، او که د مالي سرچینو کمښت او بېړنۍ مرستې ونه شي، نو د افغانستان بشري او د خوړو وضعیت به لا نور هم خراب شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.