TOOSnews
اعلان
سپنتا: له يوې پېړۍ وروسته هم د پرمختګ او ټولنيز عدالت پر وړاندې دښمني روانه ده.
افغانستانټوس نیوز

سپنتا: له يوې پېړۍ وروسته هم د پرمختګ او ټولنيز عدالت پر وړاندې دښمني روانه ده.

۲۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا وايي، له هغې یوې پېړۍ وروسته چې شاه امان‌الله خان د هېواد د پرمختګ، قانون‌پالنې او اصلاحاتو لپاره هڅې پیل کړې، لا هم په افغانستان کې د پرمختګ او ټولنیز عدالت پر وړاندې جدي مخالفتونه شته.

سپنتا د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د شاه امان‌الله خان او د هغه د همفکره اصلاحاتو دوره د افغانستان د پرمختګ او قانون‌پالنې لپاره «له ویاړه ډک څپرکی» و، خو د نوموړي په وینا، دغه بهیر د هېواد دننه د «وروسته پاتې مفکورې» پر وړاندې له ماتې سره مخ شو.

نوموړي ویلي، له سلو کلونو تېرېدو سره سره لا هم په افغانستان کې د پرمختګ، قانونمندۍ او ټولنیز عدالت پر وړاندې «سخته او وېروونکې دښمني» روانه ده.

سپنتا زیاته کړې، هغه مهال چې د پرمختګ او وروسته پاتې فکر ترمنځ په شخړه کې کومې پوښتنې مطرح وې، نن هم په لا ډېر شدت سره مطرح دي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان نارینه او ښځې حق لري چې د خپل برخلیک په اړه خپله پرېکړه وکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.