TOOSnews
اعلان
طالبان: په تېرو پنځو كلونو كې د ښځو د حقونو ١١٨ زره قضيو ته رسيدنه شوې.
افغانستانټوس نیوز

طالبان: په تېرو پنځو كلونو كې د ښځو د حقونو ١١٨ زره قضيو ته رسيدنه شوې.

۲۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د سترې محکمې مرستیال ویاند منصور حمزه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د حقونو اړوند ۱۱۸ زره او ۸۶۹ قضیو ته رسېدنه شوې ده.

د نوموړي په وینا، په همدې موده کې د ښځو د میراث او ملکیت ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیې هم څېړل شوي دي.

حمزه ویلي، د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبتولو ۹ زره او ۲۱ قضیې هم تر ارزونې لاندې دي. هغه زیاته کړې چې د ښځو د ملکیت د تثبیت ۸ زره او ۷۵۰ قضیو ته رسېدنه شوې او د میراث د اسنادو د پروسس او اړوندو قضايي اجراتو په برخه کې ۲۲ زره او ۷۰۳ موارد ثبت شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، میراث، ملکیت، مهر، نفقه او نور هغه حقوق چې د اسلامي شریعت له مخې ښځو ته ټاکل شوي، د ښځو مسلم او ثابت حقوق دي.

د دې محکمې په وینا، قضايي ادارې مکلفې دي چې د ښځو د حقونو اړوند قضیې د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو په رڼا کې په دقت او بېطرفۍ وڅېړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت په اړه پرله‌پسې اندېښنې څرګندې کړي دي.

نړیوال بنسټونه وايي، د ښځو پر زده‌کړو، کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې پر ګډون د محدودیتونو له امله په افغانستان کې د ښځو اساسي حقونه له جدي ننګونو سره مخ دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.