TOOSnews
اعلان
طالبانو دفاع وزير: له افغانانو د غلامى تمه مه كوئ.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو دفاع وزير: له افغانانو د غلامى تمه مه كوئ.

۲۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد وايي، افغانستان به د نورو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي غوښتنو له مخې خپله تګلاره نه عیاروي او افغانان به د غلامۍ منلو ته اړ نه شي.

مجاهد دا څرګندونې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مراسمو کې وکړې او له نږدې او لرې هېوادونو یې وغوښتل چې پر افغانستان د خپلې خوښې د سیاست د تپلو هڅه ونه کړي.

هغه وویل: «ټولو هېوادونو ته وایو، که لرې دي که نږدې دي، له افغانانو څخه د غلامۍ توقع مه کوئ. دا هڅه مه کوئ چې سیاست یې د خپلې خوښې مطابق عیار کړئ او دا تمه هم مه کوئ چې په اقتصادي برخه کې ستاسو فرمایشونه ومنل شي.»

د طالبانو دفاع وزیر ټینګار وکړ چې افغانستان به د خپلو سیاسي او اقتصادي پرېکړو په برخه کې د نورو هېوادونو غوښتنو ته غاړه کېنږدي.

د مجاهد دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت له پاکستان سره پر یو شمېر امنیتي او سیاسي مسایلو په کړکېچ کې دی. نوموړي تر دې وړاندې هم ویلي وو چې که پاکستان خپله تګلاره بدله نه کړي، د طالبانو حکومت به پر خپل دریځ غور وکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.