TOOSnews
اعلان
طالبانو د کابل لویدیځ کې د «شمع هدایت» ښوونځي مدیر او دوه ښوونکي نیولي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو د کابل لویدیځ کې د «شمع هدایت» ښوونځي مدیر او دوه ښوونکي نیولي.

۲۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کابل په لوېدیځ کې سرچینې وايي چې طالبانو د «شمع هدایت» ښوونځي مدیر سالم صمیم او د دغه ښوونځي دوه ښوونکي نیولي دي. دغه ښوونځی د دوشنبې په ورځ د یوې چاودنې شاهد و.

یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې د دوو زده‌کوونکو پلرونه، د کوڅې استازی او دوه تنه سیمه‌ییز اوسېدونکي هم نیول شوي دي. د سرچینې په وینا، د سیمه‌ییزو اوسېدونکو د نیولو دلیل د کوڅې د امنیتي کمرې خرابوالی ښودل شوی. د دغو کسانو له ډلې د یوه هویت «ډاکټر نادر» ښودل شوی دی.

د سرچینې په خبره، دغه کسان د سې شنبې په ورځ (د زمري۲۷ مه) د طالبانو له‌خوا نیول شوي او تر اوسه د دغې ډلې په بند کې دي.

د دوشنبې ورځې (د زمري ۲۶ مه) شاوخوا ۴:۳۰ بجې د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند د مهدیه ښارګوټي په سیمه کې د «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي په انګړ کې چاودنه وشوه.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.

د چاودنې د څرنګوالي په اړه بېلابېل او متضاد روایتونه شته.

له چاودنې وروسته یوې سرچینې «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته ویلي وو چې کله زده‌کوونکي له ټولګیو رخصت شوي وو، له مقابلې کوڅې څخه د ښوونځي انګړ ته لاسي بم غورځول شوی و.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم ویلي وو چې دغه چاودنه د یوه لاسي بم د غورځولو له امله شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم دغه چاودنه «د لاسي بم برید» بللی او ویلي یې دي چې د پېښې د څرنګوالي او د عاملانو د پېژندلو او نیولو په اړه څېړنې روانې دي.

خو له طالبانو سره نږدې رسنیو او بي‌بي‌سي راپور ورکړی چې د تېرې ورځې چاودنه له هغه چاودېدونکو توکو سره تړاو لري چې له یوه زده‌کوونکي سره وو. د دغو راپورونو له مخې، دغه چاودېدونکي توکي د جګړې له پاتې شونو څخه وو او ښايي یوه زده‌کوونکي د ښوونځي له شاوخوا غونډیو څخه موندلي وي.

د دې چاودنې په اړه پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي. ملګرو ملتونو د پېښې د څرنګوالي په اړه د څېړنې غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د کابل په لوېدیځ، چې ډېری اوسېدونکي یې هزاره‌ګان دي، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه څو ځله د خونړیو بریدونو هدف ګرځېدلي دي. د دغو بریدونو مسوولیت تر ډېره داعش ډلې منلی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.