د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت وايي، د دغه ډلې دفاع وزارت پرېکړه کړې چې د بدخشان له هغو ولسوالیو څخه، چې له پاکستان سره د ډیورند کرښې ته څېرمه پرتې دي، ځوانان د طالبانو په پوځ کې جذب کړي.
فطرت طالبپلوې «حریت راډیو» ته ویلي چې د نویو عسکرو د جذب بهیر پیل شوی او د طالبانو د پوځ پام تر ډېره هغو ولسوالیو ته اوښتی چې له پاکستان سره ګډه پوله لري.
د طالبانو د دفاع وزارت د جلب او جذب قوماندانۍ په یوه خبرتیا کې هم ویلي چې د بدخشان د پامیر، واخان، اشکاشم، زېباک او کران او منجان ولسوالیو هغه ځوانان چې لازم شرایط ولري، کولی شي د طالبانو له پوځ سره یوځای شي.
فصیحالدین فطرت وايي، د دغو ځوانانو له روزنې وروسته به پرېکړه کېږي چې په کومو سیمو کې دنده ترسره کړي. د نوموړي په وینا، نوي عسکر کېدای شي په سرحدي سیمو او یا د افغانستان په نورو برخو کې ځای پر ځای شي.
دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د بدخشان په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول د زېباک ولسوالۍ، کې د طالبانو او وسلهوالو مخالفانو ترمنځ نښتې زیاتې شوي دي.
طالبانو ادعا کړې چې مخالف وسلهوال د پاکستان له خاورې د زېباک ولسوالۍ ته اوښتي او هلته یې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي دي. د ازادۍ جبهې هم په دغه سیمه کې د یوه برید مسوولیت منلی دی.
فطرت د زېباک ولسوالۍ د سفر پر مهال ادعا کړې وه چې د طالبانو مخالفانو په پاکستان کې وسلې او پوځي تجهیزات ترلاسه کړي او له هغه هېواده د افغانستان خاورې ته اوښتي دي. هغه ویلي چې له نښتې وروسته د مخالفانو یو شمېر کسان وژل شوي او یو شمېر نور د پاکستان د شاهسلیم سیمې ته شاتګ ته اړ شوي دي.
د طالبانو د پوځ لوی درستیز همداراز ادعا کړې چې پاکستان غواړي له دغو کسانو څخه د طالبانو پر ضد کار واخلي.
لیکوال:سعید سمیر








