د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی چې د ۳۰ زره افغان حاجیانو له خوا ورکړل شویو ټولیزو لګښتونو څخه، د محاسبې له بشپړېدو وروسته ۹۶ میلیونه و ۶۹۰ زره افغانۍ زیاتې پاتې شوي دي. د دې وزارت په وینا، د هر حاجي برخه ۳ زره و ۲۲۳ افغانۍ اټکل شوې چې بېرته به ورته وسپارل شي.
د یاد وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۷مه) په یوه خبري ناسته کې وویل چې په تېر یوه کال کې د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره په ټولیز ډول ۳۰ زره زائرین او د عمرې د مناسکو لپاره ۷۹ زره و ۳۷ زائرین له افغانستان څخه سعودي عربستان ته استول شوي دي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، نورمحمد ثاقب وویل چې دې وزارت د حج د پروګرام ترسره کولو لپاره له زائرینو څخه په ټولیز ډول ۷ ملیارده و ۸۱۸ میلیونه و ۳۰۷ زره و ۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې وې. د هغه په وینا، د حج بهیر له پای ته رسېدو او وروستۍ محاسبې وروسته څرګنده شوه چې له دې مبلغ څخه ۹۶ میلیونه و ۶۹۰ زره افغانۍ زیاتې پاتې دي.
نوموړي زیاته کړه چې پاتې پیسې د امانت په توګه د افغانستان په مرکزي بانک کې ساتل کېږي او هر حاجي کولای شي د لیدنې له لارې خپله برخه ترلاسه کړي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکو همدارنګه اعلان وکړ چې په تېر یوه کال کې ۴۴ نوي محرابه جوماتونه جوړ شوي او ۲۸ نور محرابه جوماتونه بيا رغول شوي او ترمیم شوي دي. د هغوی په وینا، دې وزارت په همدې موده کې ۴۰۰ لیکلې فتواوې او ۲۲۸ شرعي مشورې هم صادرې کړي دي.
طالبانو همداراز ټینګار وکړ چې ښځې او سړي د حج لپاره د نوم لیکنې یو شان حق لري، خو په استول شویو کسانو کې د ښځو او سړو د شمیر يا جنسیتي تناسب په اړه یې کوم ارقام نه دي وړاندې کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








