د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر، الکساندر ډيکرو، افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ، چې د زلزلې له امله له زیانمنو سیمو څخه ده، لیدنه وکړه. هغه په دې سفر کې د افغانستان له خلکو سره د دوامدارې مرستې او د سیمهییزو ټولنو د ثبات د پیاوړتیا لپاره د پراختیايي بهیر پر غښتلتیا ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۵مه، په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې په افغانستان کې له هر څلورو کسانو څخه درې یې د خپل ژوند د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي. هغه زیاته کړه چې دا وضعیت یې په زلزلهځپلو سیمو کې د خپل سفر پر مهال له نږدې لیدلی دی.
ډيکرو د افغانستان د تېر کال د ویجاړونکې زلزلې یادونه وکړه او ویې ویل چې دې پېښې د ډېرو خلکو کورونه ویجاړ کړي دي. د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له سیمهییزو ټولنو سره په همکارۍ د سرپناه جوړولو، د سېلاب پر وړاندې د ساتنې جوړښتونو رامنځته کولو او د کاري فرصتونو د برابرولو له لارې د خلکو د ژوند د بېرته عادي کولو لپاره هڅې کوي.
هغه د دغو پروګرامونو هدف د بیا رغونې ښه کول، د ټولنو د مقاومت زیاتول او د تلپاتي ثبات لپاره د زمینې برابرول وبلل او ویې ویل چې اضطراري او بشري مرستې د انسانانو ژوند ژغوري، خو پراختیا د یوه پایداره او باثباته راتلونکي د جوړولو لپاره زمینه برابروي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهام صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر الکساندر ډيکرو د یکشنبې په ورځ کابل ته رسېدلي وو، څو د افغانستان د خلکو وضعیت له نږدې وڅېړي.
د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو دې پلاوی د افغانستان د خلکو د ستونزو د لیدلو او ارزولو په موخه کابل ته سفر کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








