TOOSnews
اعلان
د طالبانو د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې د رئيس ورور په هرات کې وژل شوی.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې د رئيس ورور په هرات کې وژل شوی.

۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هرات ولایت د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، محمد اسماعیل، د مولوي غلام‌حیدر شهامت چې د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې رئیس ورور، په یوه وسله‌وال برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغو سرچینو په وینا، دغه پېښه تېر ماښام د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په سیمه کې او د هرات–اسلام‌قلعه د لویې لارې پر مسیر رامنځته شوې ده. تر اوسه د دې برید د څرنګوالي او د عاملینو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو چارواکو هم د دې راپور تر خپرېدو پورې د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او د پېښې د انګېزې یا نورو اړخونو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

مولوي غلام‌حیدر شهامت په هرات کې د طالبانو له پېژندل شویو څېرو څخه شمېرل کېږي. سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې هغه د کهسان ولسوالۍ اوسېدونکی دی او په تېرو کلونو کې یې له ایران سره د هرات په سرحدي سیمو کې د طالبانو په فعالیتونو کې رول لرلی دی.

تر اوسه هېڅ کوم کس یا ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.