د کونړ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د دغه ولایت او د نورستان د ځینو سیمو ځنګلونه په پراخه کچه وهل کېږي او لرګي یې د قاچاقي لارو، ان په دولتي موټرو کې، لېږدول کېږي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د کونړ د چپې درې ترڅنګ د کړنګل او کلايګل سیمو ځنګلونه له جدي ګواښ سره مخ دي. د دوی په وینا، داسې معلومات خپاره شوي چې له کړنګل او کلايګل څخه د زرګونو موټرو لرګیو د انتقال اجازه ورکړل شوې ده.
دوی ادعا کوي چې دغه لرګي د تازه وهل شویو ونو دي او په سیمه کې د لرګیو د کاروبار بازار هم تود شوی دی.
د یوه سیمییز اوسېدونکي په وینا، اوس مهال ډېر لرګي له غرنیو سیمو څخه د قاچاقي لارو په وسیله او د دولتي موټرو په وسیله لېږدول کېږي.
ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې یو شمېر طالب چارواکي د لرګیو له کاروبار او انتقال څخه مالي ګټه ترلاسه کوي. د دوی په وینا، ځینې کسان په کابل کې د پیسو په بدل کې د ځنګلونو د وهلو او لرګیو د انتقال اجازهلیکونه یا امرونه ترلاسه کوي او وروسته دغه لرګي نورو ولایتونو ته لېږدوي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د نورستان هغه ځنګلونه هم په پراخه کچه وهل کېږي چې د کونړ د درهپیچ ولسوالۍ له سیمو سره پر پوله پراته دي.
د کړنګل او کلايګل اوسېدونکو له طالب چارواکو غوښتي چې د ځنګلونو د وهلو او د لرګیو د انتقال مخه ونیسي او د سیمې طبیعي شتمني خوندي کړي.
لیکوال:سعید سمیر








