TOOSnews
اعلان
طالبانو په کابل ښار کې د ښځو پر تګ راتګ په تفریحي پارکونو کې بشپړ بندیز ولګاوه.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په کابل ښار کې د ښځو پر تګ راتګ په تفریحي پارکونو کې بشپړ بندیز ولګاوه.

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو په دوام کې، د کابل ښار ټولو پارکونو ته د ښځو او نجونو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

د دې نوي حکم له مخې، ښځې نور حتی د خپلو محارمو له ملتیا سره هم د کابل هېڅ پارک ته د ننوتلو اجازه نه لري. تر دې وړاندې ښځې یوازې هغه مهال پارکونو ته تلای شوې چې له محرم سره به وې.

راپورونه ښيي چې د طالبانو محتسبین د کابل د پارکونو په دروازو کې ځای پر ځای شوي او د دې پرېکړې د عملي کېدو څارنه کوي. تر اوسه د طالبانو چارواکو په رسمي ډول د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د ښځو په اړه د طالبانو د وروستیو مقرراتو او لارښوونو پر وړاندې لا هم غبرګونونه او نیوکې روانې دي، او بېلابېلو بشري حقونو بنسټونو د ټولنیزو محدودیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، ښځې او نجونې د زده‌کړو، ټولنیز ژوند او عامه فعالیتونو په برخو کې له پراخو بندیزونو سره مخ شوې دي. د دغو بندیزونو له مهمو بېلګو څخه د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز او پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو ته د هغوی د لاسرسي محدودول دي.

له دې وړاندې هم ښځې د ګڼو عامه او تفریحي ځایونو لکه لوبغالو، عامه حمامونو، د ښکلا سالونونو او ځینو تفریحي مرکزونو ته له ورتګ څخه منع یا محدودې شوې وې. د کابل پارکونو ته د ښځو د ننوتلو بشپړ بندیز د دغو محدودیتونو تر ټولو تازه بېلګه بلل کېږي.

د طالبانو د اوسنیو مقرراتو له مخې، ښځې د اوږدو سفرونو لپاره باید له نارینه محرم سره وي، او په ځینو مواردو کې د محرم له ملتیا پرته د عامه ترانسپورټ کارول هم له محدودیتونو سره مخ دي.

د بشري حقونو ملاتړو ډلو په وار وار د دغو محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې د پاملرنې او اقدام غوښتنه کړې ده. په مقابل کې، طالبان وایي چې دا تګلارې د شریعت اسلامي د دوی د تفسیر او د دیني ارزښتونو د ساتنې په موخه عملي کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.