TOOSnews
اعلان
طالبانو د هغه کس د پېژندلو خبر ورکړی چې په کابل کې یې د نجونو یوه ډله تر موټر لاندې کړې وه.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو د هغه کس د پېژندلو خبر ورکړی چې په کابل کې یې د نجونو یوه ډله تر موټر لاندې کړې وه.

۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدران د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې یوه موټرچلوونکي د کابل ښار د شپږمې حوزې په سیمه کې د نجونو له یوې ډلې سره په خپل موټر ټکر کړی او یو شمېر یې ټپیانې کړي دي. د هغه په وینا، د پېښې عامل پېژندل شوی او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

ځدران وویل چې د دې پېښې ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د قناعت وړ بلل شوی دی.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه پېښه د غبرګولي ۱۷مه، د یکشنبې ورځ، د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده. ویل کېږي چې یوه سپین رنګه لندکروزر موټر له هغو ځوانو ښځو سره ټکر کړی چې د سړک پر غاړه روانې وې.

طالبانو تر اوسه د قربانیانو د هویت او یا هم د دې پېښې د نورو جزییاتو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

باخبره سرجینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې یاد موټر د نمبر پلېټ له درلودو بې‌برخې و او ښیښې یې هم تورې وې.

د طالبانو د پولیسو ویاند د دې پېښې د ټپیانو شمېر درې تنه یاد کړ او ویې ویل چې د پېښې د عامل د نیولو لپاره څېړنې او هڅې لا هم دوام لري.

د طالبانو پولیسو د پېښې له رامنځته کېدو نږدې څلور ورځې وروسته، او وروسته له هغه چې د پېښې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوه، په دې اړه وضاحت ورکړ. خو د طالبانو چارواکو لا هم د موټرچلوونکي د هویت، د دې عمل د احتمالي انګېزې او دا چې ولې نوموړی په تېرو ورځو کې نه و نیول شوی، په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي.

د دې پېښې ویډیویي انځورونو په ټولنیزو رسنیو کې له خپرېدو وروسته د خلکو او رسنیو پراخ پام ځان ته اړولی او د پېښې د څرنګوالي او د هغې د تعقیب او څېړنې د بهیر په اړه ګڼې پوښتنې راپورته شوې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.