TOOSnews
اعلان
په دايکنډي کې دوه وروڼو په اوبو کې د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
افغانستانټوس نیوز

په دايکنډي کې دوه وروڼو په اوبو کې د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د دایکنډي ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي چې د دې ولایت په میرامور ولسوالۍ کې دوه ځوان وروڼه په یوه د اوبو ډنډ کې ډوب شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د دایکنډي ملي راډیو ټلویزیون د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه شنبې د غبرګولي ۹مه له غرمې مخکې د «پای‌باغ» په سیمه کې په یوه د اوبو ډنډ کې رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، دا دوه وروڼه ۱۷ او ۲۵ کلن وو او د تفریح او کب نیولو لپاره دغه ډنډ ته تللي وو.

په افغانستان کې د اوړي په موسم کې د اوبو د ډوبېدو له امله د خلکو د مړینې پېښې زیاتېږي.

په ډېری مواردو کې د دغو پېښو لامل بې‌احتیاطي او د لامبو نه زده‌کړه بلل کېږي.

تېره چهارشنبه، د لوی اختر په لومړۍ ورځ، د غزني ولایت په مالستان ولسوالۍ کې هم درې تنکي هلکان د اوبو په بند کې د لامبو پر مهال ډوب شوي او خپل ژوند یې بایللی و.

ځايي سرچینو اطلاعات روز ته ویلي چې لومړی یو تنکی هلک د لامبو نه زده‌کړې له امله اوبو ته لوېدلی و او دوه نور بیا د هغه د ژغورلو په هڅه کې یو په بل پسې ډوب شوي وو.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.