تاجالدین اویواله، په افغانستان کې د یونیسف استازي، ویلي چې یونیسف په کندهار کې ځوانانو ته د تخنیکي مهارتونو د زده کړې زمینه برابره کړې ده.
تاجالدین اویواله د جمعې په ورځ، د غبرګولي په ۸مه، په خپلې ایکس پاڼه کې لیکلي چې په دې پروګرام کې ځوانان د لمریزې انرژۍ اړوند مهارتونه زده کوي.
هغه زیاته کړې چې دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري تمویلېږي.
د یونیسف استازي ټینګار کړی چې ځوانانو ته باید د کار بازار د اړتیاوو پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې د مرستې او روزنې زمینه برابره شي.
تاجالدین اویواله ویلي چې یونیسف له هغو زده کړو او روزنیزو پروګرامونو ملاتړ کوي چې مهارتونه رامنځته کوي او د عاید ترلاسه کولو دروازې پرانیزي.
افغانستان د پرلهپسې جګړو، بېثباتۍ او ناامنۍ له امله د نړۍ له بېوزلو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، او شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې د بېکارۍ کچه ډېره لوړه ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








