ځايي سرچینو د دوشنبې په ورځ وویل چې د بدخشان ولایت د مستوفیت ۳۰ کارکوونکو د هغه څه په اعتراض کې چې د طالبانو د دې ولایت د مستوفي مولوي ګلاحمد له لوري «ناوړه چلند، سپکاوی او پرلهپسې ګواښونه» بلل شوي، په ډلهییزه توګه استعفاوې ورکړې دي.
د سرچینو په وینا، دغه طالب چارواکي څو ځله د مستوفیت کارکوونکي ګواښلي او هغوی ته یې سپکاوی او ښکنځل کړي دي.
سرچینو د ګواښونو او سپکاوي د مشخصو مواردو یا د دغه طالب چارواکي او د بدخشان د مستوفیت د کارکوونکو ترمنځ د اختلاف د پیل څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
همداراز تر اوسه روښانه نه ده چې د دغو کارکوونکو ډلهییزه استعفا به د بدخشان د مستوفیت پر فعالیتونو او کاري بهیر څه اغېز ولري.
په بدخشان کې د طالبانو ادارې تر اوسه د کارکوونکو د ډلهییزې استعفا او د دې ولایت د مستوفي پر وړاندې د مطرح شویو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
لیکواله:سلیمه آریایي








