TOOSnews
اعلان
د تورخم له لارې افغانستان ته د ملګرو ملتونود خوراكي مرستو ٧٣ كانټینر ورسېدل.
افغانستانټوس نیوز

د تورخم له لارې افغانستان ته د ملګرو ملتونود خوراكي مرستو ٧٣ كانټینر ورسېدل.

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د تورخم له ګمرک څخه سرچینې وایي، چې افغانستان ته په تېرو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو د خوراکي مرستو ۷۳ کانټینرونه لېږدول شوي او د ۱۳ نورو کانټینرونو د ګمرکي تصفیې چارې هم روانې دي.

د سرچینو په وینا، په تېره یوه اونۍ کې دغه کانټینرونه د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي او د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې، په ځانګړي ډول د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او نور بشري بنسټونه، د دغو مرستو په لېږد کې برخه لري.

د ګمرک د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د بشري مرستو په موخه افغانستان ته د خوراکي توکو ټولټال زر کانټینرونه ولېږدول شي. د پاکستان حکومت او د طالبانو ادارې د دغو مرستو د لېږد په اړه هوکړه کړې ده.

د راپور له مخې، د مرستو لېږد د جولای له ۱۴مې نېټې راهیسې پیل شوی او ټاکل شوې چې د افغانستان بېلابېلو زیانمنو سیمو، په ځانګړي ډول ننګرهار، کونړ او شاوخوا ولایتونو کې اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.

په دغو مرستو کې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ ماشومانو او میندو لپاره ځانګړي خوراکي مواد،غذایي مکملونه، نباتي غوړي او بډایه شوي بسکټ شامل دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.