TOOSnews
اعلان
به بلخ كې يوې ٢٨ كلنې مور پنځه ماشومان زېږولي.
افغانستانټوس نیوز

به بلخ كې يوې ٢٨ كلنې مور پنځه ماشومان زېږولي.

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، چې د بلخ ولایت په ابوعلي سینا ښوونیز او سیمه‌ییز روغتون کې یوې ۲۸ کلنې مېرمنې په یو ځل پنځه ماشومان زېږولي دي.

د دغه سازمان په وینا، پنځه واړه ماشومان له خپلې طبیعي مودې وړاندې او په کم وزن نړۍ ته راغلي وو، چې د سازمان په ملاتړ د روغتون د نویو زېږېدلو ماشومانو د ځانګړې پاملرنې (NICU) څانګې ته ولېږدول شول.

د معلوماتو له مخې، له نږدې اتو ورځو دوامدارې درملنې او ځانګړې روغتیايي څارنې وروسته د ماشومانو روغتیايي وضعیت په تدریجي ډول ښه شوی او اوس د نویو زېږېدلو ماشومانو عادي څانګې ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د بلخ په حوزوي روغتون کې یوې بلې مېرمنې په یو ځل پنځه ماشومان زېږولي وو، چې درې یې نجونې او دوه یې هلکان وو.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.