د ننګرهار ولایت د طالبانو چارواکو اعلان کړی چې د دې ولایت د سرهرود ولسوالۍ په شیخ مصري سیمه کې یوه سړي خپله مېرمن او لور وژلي او زوی یې هم ټپي کړی دی.
د طالبانو ویاند سید طیب حماد ویلي چې دا پېښه یکشنبې، د غبرګولي په ۱۰مه، رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، دغه پېښه د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې او تورن کس د شخړې پر مهال د خپلې کورنۍ غړي په نښه کړي دي.
حماد زیاته کړې چې یاد سړی د خپلې مېرمنې او لور د وژلو او د زوی د ټپي کولو په تور نیول شوی او د قضیې په اړه پلټنې روانې دي.
تر اوسه د قربانیانو او نیول شوي کس هویت نه دی څرګند شوی. همدارنګه د دې پېښې اصلي لاملونه او انګېزه هم لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي روښانه شوي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د مستندسازۍ اړوندو څانګو په خپلو بېلابېلو راپورونو کې په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د دغو بنسټونو د راپورونو له مخې، بېوزلي، بېکاري، اقتصادي ستونزې، د رواني فشارونو زیاتوالی، د ملاتړو بنسټونو محدودېدل او د قربانیانو لپاره عدالت او حقوقي ملاتړ ته د لاسرسي ستونزې د کورني تاوتریخوالي د زیاتوالي له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
ټولنیز کارپوهان هم ټینګار کوي چې د رواني او ټولنیزو ملاتړیزو خدمتونو کمښت کولی شي د کورنیو شخړو او د هغو د ناوړه پایلو د زیاتېدو لامل شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








