نیکولاس مادورو، د وېنزوېلا له دندې ګوښه شوی ولسمشر، د چهارشنبې په ورځ د نیویارک د منهټن فدرالي محکمې ته حاضر شو، څو د خپلې دوسیې د محاکمې د مهالوېش ټاکلو په غونډه کې ګډون وکړي. د دغې محکمې قاضي د هغه د محاکمې پیل د ۱۴۰۶ کال د غبرګولي ۱۱مې نېټې لپاره ټاکلی دی.
مادورو او مېرمن یې، سیلیا فلورس، د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په ۱۳مه د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا د شپې په عملیاتو کې د وېنزوېلا په پلازمېنه کاراکاس کې ونیول شول او وروسته نیویارک ته ولېږدول شول. امریکايي چارواکو ویلي چې دغه عملیات د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر ترسره شوي دي.
د امریکا څارنوالانو مادورو پر څلورو جنايي تورونو تورن کړی دی، چې پکې د «نشهيي توکو اړوند ترهګرۍ» لپاره د دسیسې او امریکا ته د کوکایینو د واردولو د دسیسې تورونه هم شامل دي. مادورو او مېرمنې یې ټول تورونه رد کړي او په محکمه کې یې ځانونه بېګناه بللي دي. د امریکا د قوانینو له مخې، که هغه محکوم شي، د عمري بند سزا ورته ورکول کېدای شي.
د محکمې د ثبت شوو اسنادو له مخې، د مادورو مدافع وکیلان غواړي د تورنلیک د لغوه کولو غوښتنه وړاندې کړي. دوی استدلال کوي چې د یوه خپلواک دولت د مشر په توګه د دوی موکل له قضايي مصونیت څخه برخمن دی. د مادورو وکیلانو مخکې هم ویلي وو چې د هغه د نیولو د عملیاتو قانوني والی به هم د محاکمې پر مهال وننګول شي.
مادورو چې له ۲۰۱۳ کال څخه د نیول کېدو تر وخته د وېنزوېلا مشري کوله، په محکمه کې د خپلې لومړنۍ حاضرۍ پر مهال ځان «د جګړې بندي» وباله. هغه امریکا تورنه کړه چې د وېنزوېلا د تېلو سترو زېرمو ته د لاسرسي لپاره یې د هغه د لرې کولو هڅه کړې ده.
د امریکا حکومت مادورو په فساد، اقتصادي ناسم مدیریت او د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۴ کلونو د ولسمشرۍ ټاکنو په درغلیو تورنوي، او له ۲۰۱۹ کال راهیسې یې هغه د وېنزوېلا د قانوني ولسمشر په توګه نه دی منلی.
د مادورو له نیول کېدو وروسته، د هغه مرستیالې دلسي رودریګز د وېنزوېلا د چارو مشري پر غاړه اخیستې ده. په همدې حال کې، د وېنزوېلا حکومت او د ټرمپ ادارې ترمنځ اړیکې پراخې شوي دي او امریکا د دغه هېواد د تېلو پر صنعت د لګېدلو بندیزونو یوه برخه کمه کړې ده. همداراز، بهرنیو شرکتونو د وېنزوېلا د تېلو او ګازو په برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








