ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، یو ځوان چې له بلجیم څخه هېواد ته راستون شوی و، د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
یوه سرچینه وايي، دغه ځوان «تاج احمدزاده» نومېده او پنجشنبې (د زمري۲۹ مه)د شپې شاوخوا لس بجې د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار د اوومې ناحیې اړوند د «مرستون څلورلارې» ته څېرمه، خپل کور ته نږدې وژل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې احمدزاده د ډزو له امله وژل شوی او تر اوسه د هغه د وژنې عاملان او انګېزه نه دي معلوم.
د سرچینې په وینا، دغه ځوان شاوخوا یوه میاشت مخکې له بلجیم څخه هېواد ته راستون شوی و.
په ننګرهار کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
سره له دې چې طالبان په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، ناڅرګنده وژنې لا هم دوام لري. په ډېری مواردو کې د دغو وژنو عاملان او انګېزې نامعلومې پاتې کېږي او یا هم له خلکو سره نه شریکېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








