TOOSnews
اعلان
عبد اللطيف منصور: د بې ګناه افغانانو او پاكستاني وګړو وينه تويول حرام دي.
افغانستانټوس نیوز

عبد اللطيف منصور: د بې ګناه افغانانو او پاكستاني وګړو وينه تويول حرام دي.

۱۳ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور وايي، د بې‌ګناه افغانانو او پاکستاني وګړو وینه تویول حرام دي او طالبان هڅه کوي چې له یوې خوا د افغانانو «انتقام» واخلي او له بلې خوا د وینې تویېدو او جنازو مخه ونیسي.

منصور د افغانستان او چین د ترانزیټي سړک، واخان پروژې، د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې بې‌هدفه جګړې په اسلام کې ناروا دي. هغه وویل، طالبان هڅه کوي افغانستان په داسې کچه پر ځان بسیا کړي چې د نوموړي په وینا، له هر افغان څخه دفاع وکړي او زیان رسوونکي کسان په خپل هېواد کې «خنثی» کړي.

نوموړي ومنله چې د طالبانو اداره لا هم په بشپړه توګه پر ځان بسیا نه ده او ویې ویل چې د دوی هڅه دا ده چې وضعیت داسې ځای ته ونه رسېږي چې «وینې تویې شي، جنازې روانې وي او هدف معلوم نه وي».

منصور پاکستان ته په خطاب کې وویل چې د بې‌ګناه افغانانو وژل ورته د منلو وړ نه دي او زیاته یې کړه چې افغانانو هېچا ته د خپل «انتقام» پرېښودو اجازه نه ده ورکړې.

هغه دغه راز د روسانو پر وړاندې د جګړې په اړه وویل چې هغه مهال جګړه «جهاد» بلل کېده، خو د ده په وینا، وروسته د کورنیو ډلو ترمنځ جګړو د جهاد نوم ته زیان ورساوه. نوموړي ټینګار وکړ چې اوس په افغانستان کې روانو جګړو ته هېڅوک د جهاد نوم نه شي ورکولای.

د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر د طالبانو اقتصادي سیاست «شفاف» وباله او ادعا یې وکړه چې پراختیايي پروژې د ازادې داوطلبۍ له لارې ورکول کېږي. هغه د تېر جمهوري نظام پر مهال پر سترو پروژو کې د وزیرانو، معینانو او والیانو د ونډې ادعا هم وکړه.

منصور همداراز د طالبانو د ټولشموله عفوې، د هېواد د امنیت او د قومي او ژبني اړیکو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د طالبانو د واکمنۍ له امله د هېواد د بېلابېلو سیمو ترمنځ تګ راتګ اسانه شوی دی.

نوموړي د ځیرکو ټیلیفونونو د محدودولو په اړه د طالبانو پرېکړه هم «ښه تصمیم» وبلله او ادعا یې وکړه چې دغه وسایل ځوانان له مطالعې او دین څخه لرې کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.