سرچینې وایي چې د پاکستان د پولیسو افغان خبریال عبدالمجید تهماس، چې د پاکستان د کوېټې ښار اوسېدونکی دی، نیولی دی.
سرچینو د جمعې په ورځ، د چنګاښ په ۱۲مه، رسنیو ته ویلي چې د پاکستان پولیسو عبدالمجید تهماس د کوټې په ښار کې نیولی دی. تر اوسه پاکستاني چارواکو د دې نیونې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پاکستان پولیسو په وروستیو ورځو کې د افغان خبریالانو د نیولو لړۍ زیاته کړې ده. د نیول شویو کسانو د شمېر او د هغوی د وضعیت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
دا نیونې په داسې حال کې ترسره کېږي چې پاکستان د ګڼ شمېر افغان کډوالو د ویزو له تمدید څخه ډډه کړې، او دې چارې د افغان کډوالو اندېښنې زیاتې کړي دي.
تر دې وړاندې، د بشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د خپلسرو او ناقانونه نیونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او د هغوی د حقونو د رعایت غوښتنه یې کړې وه.
لیکواله:سلیمه آریایي








