د «۲۰۲۶ کال د سولې نړیوال شاخص» د تازه راپور له مخې، افغانستان یو ځل بیا د جنوبي اسیا د تر ټولو ناامنه هېواد په توګه پېژندل شوی او د نړۍ د ۱۶۳ هېوادونو په منځ کې ۱۵۷ مقام لري. دې راپور افغانستان د نړۍ د اوو تر ټولو ناامنه هېوادونو په لېست کې شامل کړی دی.
د نړیوالې سولې شاخص راپور چې هر کال د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ له خوا خپرېږي، ښيي چې په افغانستان کې د سولې عمومي وضعیت د تېر کال په پرتله ۰.۵ سلنه خراب شوی دی. خو په ځینو داخلي شاخصونو کې د نسبي ښه والي نښې هم لیدل کېږي.
د راپور له مخې، د «امنیت او خوندیتوب» شاخص په افغانستان کې ۱.۵ سلنه ښه شوی او د «سیاسي ثبات» شاخص هم ۱۰ سلنه لوړ شوی دی. د دې انسټیټیوټ شنونکي وايي چې د دې بدلونونو اصلي لامل د طالبانو د سیاسي جوړښتونو او امنیتي بنسټونو پر سر کنټرول ټینګېدل دي.
په راپور کې ویل شوي چې د منظم سیاسي اپوزیسیون نشتوالی او د مخالفو ډلو د فعالیت محدودېدل په لنډ مهال کې د پراخو داخلي ناآرامیو د رامنځته کېدو احتمال کم کړی دی.
سره له دې، د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ خبرداری ورکړی چې د غیر ټولشموله حکومت دوام، د نړیوالې انزوا ادامه او د خلکو د سیاسي ګډون نشتوالی لا هم د افغانستان د تلپاتي ثبات له مهمو ستونزو څخه شمېرل کېږي.
طالبان د نږدې پنځو کلونو واکمنۍ وروسته لا هم د نړۍ د ډېرو هېوادونو له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي، او یوازې روسیې له دې حکومت سره رسمي اړیکې اعلان کړي دي.
د راپور په بله برخه کې راغلي چې په افغانستان کې د «روانې شخړې» شاخص ۱.۹ سلنه کم شوی دی. د دې بدلون له مهمو عواملو څخه د بهرنیو شخړو له امله د تلفاتو ۱۹.۲ سلنه زیاتوالی بلل شوی دی.
د راپور جوړوونکو په وینا، په تېر یوه کال کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پولو د تاوتریخوالي او نښتو زیاتوالی د افغانستان د امنیتي وضعیت پر بدلونونو مهم اغېز لرلی دی. راپور ښيي چې د افغانستان ځینې امنیتي ستونزې اوس له داخلي شخړو څخه تر فرامرزي ترینګلتیاوو پورې بدلې شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ګڼ بریدونه او نښتې راپور شوي دي. اسلاماباد دا عملیات د وسلهوالو ډلو پر ضد د مبارزې برخه بولي، خو طالبان بیا څو ځله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړي دي.
د «۲۰۲۶ کال د سولې نړیوال شاخص» له مخې، افغانستان د روسیې، د کانګو دیموکراټیک جمهوریت، سوډان، اوکراین، اسرائیل او سویلي سوډان ترڅنګ د نړۍ د تر ټولو ناامنو هېوادونو په لېست کې شامل شوی دی.
په مقابل کې، آیسلنډ، نیوزیلنډ، سویس، سلوانیا، آیرلنډ او اتریش د نړۍ د تر ټولو امن هېوادونو په توګه پېژندل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








