د افغانستان مرکزي بانک،د طالبانو تر کنټرول لاندې، اعلان کړی چې په تېرو ۱۳ میاشتو کې یې د ټول هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د ۲ میلیارد او ۵۴۱ میلیونو او ۶۴۵ زرو افغانیو په ارزښت زاړه او زاړه شوي بانکنوټونه راټول او له منځه وړي دي. د دغه بانک په وینا، په دې موده کې په دوران کې د پیسو ټولیز مقدار ۴۰۹ میلیارده افغانیو ته رسېدلی دی.
دغه بانک ویلي چې د زړو بانکنوټونو د راټولولو او له منځه وړلو موخه په بازار کې د نغدو پیسو ښه مدیریت، د روانو بانکنوټونو د کیفیت ښه والی او د ملي اسعارو د اعتبار ساتل دي.
مرکزي بانک تر دې وړاندې هم اعلان کړی و چې د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو څخه راټول شوي د ۱ میلیارد او ۱۴۱ میلیونو افغانیو څخه زیات زاړه بانکنوټونه په بلخ ولایت کې له منځه وړل شوي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، له منځه وړل شوي بانکنوټونه د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو ارزښت لرونکي وو. دا اقدام د مرکزي بانک د هغه پروګرام یوه برخه ده چې غواړي زاړه او خراب شوي بانکنوټونه له پولي دورې څخه وباسي.
طالبانو د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ له میاشتې څخه په ټولو ولایتونو کې د زړو بانکنوټونو د راټولولو سراسري بهیر پیل کړ. دغه پروګرام د دې لپاره ترسره کېږي چې زاړه بانکنوټونه په تدریجي ډول نوي شي او په بازار کې د نغدو پیسو وضعیت ښه شي.
په افغانستان کې د بانکنوټونو ژر زړېدل د هېواد د پولي نظام له مهمو ستونزو څخه بلل کېږي. په ورځنیو راکړو ورکړو کې د نغدو پیسو پراخ استعمال، د پیسو د شمېرلو پر مهال بېاحتیاطي، د بانکنوټونو ساتل په بټو او نامناسبو ځایونو کې د بانکونو پر ځای، او د پیسو د سمې ساتنې په اړه محدود پوهاوی د بانکنوټونو د ژر خرابېدو له مهمو لاملونو څخه یاد شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








