TOOSnews
اعلان
اکبر عبدي، وروسته له کلونو فعالیته د ایران په ټلویزیون او سینما کې، له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
کلتور او هنرټوس نیوز

اکبر عبدي، وروسته له کلونو فعالیته د ایران په ټلویزیون او سینما کې، له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د سینما او ټلویزیون پېژندل شوی لوبغاړی اکبر عبدي د جمعې په ورځ د زړه د درېدو له امله په ۶۵ کلنۍ کې وفات شو.

د راپورونو له مخې، عبدي په وروستیو کلونو کې د زړه او پښتورګو له ستونزو سره مخ و او څو ځله د درملنې لپاره روغتون کې بستر شوی و. هغه په تېرو څو میاشتو کې هم د طبي پاملرنې لاندې و.

د دې لوبغاړي د مړینې خبر د ایران د دولتي رسنیو له خوا خپور شو او وروسته یې د هنري ټولنې او د سینما د مینه والو له خوا پراخ غبرګونونه راوپارول.

اکبر عبدي په افغانستان کې هم ځانګړی محبوبیت درلود او د ایران د سینما ډېری لیدونکي د هغه له بېلابېلو او یادګاري رولونو سره ډېرې خاطرې لري.

عبدي په ۱۳۳۹ کال کې په تهران کې زېږېدلی و او خپل هنري فعالیت یې د ۱۳۵۰ مې لسیزې په وروستیو کې پیل کړ. هغه په څو لسیزو فعالیتونو کې په لسګونو سینمایي فلمونو او ټلویزیوني خپرونو کې ګډون کړی و او په ځانګړې توګه د کامیډي اثارو په لوبولو سره د ایران د سینما یو محبوب او اغېزمنه څهره شوه.

د هغه له مهمو اثارو څخه د «مور»، «آدم برفي»، «هنرپیشه» او «اخراجي ها» فلمونه یادولی شو. هغه همدارنګه د رضا عطاران په لارښوونه د «خوابم می آد» فلم کې د لوبولو له امله د فجر فلم فستیوال د غوره نارینه اصلي لوبغاړي د بلورین سیمرغ جایزه ترلاسه کړې وه.

د اکبر عبدي وړتیا په بېلابېلو رولونو کې له طنزي شخصیتونو څخه نیولې تر ننګوونکو او توپیر لرونکو رولونو پورې د هغه د هنري کارنامې یوه ځانګړې ځانګړتیا وه او په سینما او ټلویزیون کې یې د لیدونکو په منځ کې ځانګړی مقام ورته رامنځته کړی و.

د هغه د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته، یو شمېر هنرمندانو، سینماګرانو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو د پیغامونو په خپرولو سره د دې لوبغاړي د مړینې تسلیت ویلی او د ایران د سینما په تاریخ کې یې د هغه د تلپاتې رول او هغو خاطرو یادونه وکړه چې یې د بېلابېلو نسلونو لپاره پرېښودلې وې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.