TOOSnews
اعلان
مشهوره امریکايي سندرغاړې او اداکاره،ډالي پارټن، په ۸۰ کلنۍ کې وفات شوه.
کلتور او هنرټوس نیوز

مشهوره امریکايي سندرغاړې او اداکاره،ډالي پارټن، په ۸۰ کلنۍ کې وفات شوه.

۵ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

نامتو امریکايۍ سندرغاړې، سندره لیکونکې او اداکاره، ډالي پارټن، چې د «کانټري موسیقۍ ملکې» په نوم مشهوره وه، د سې شنبې په ورځ د ۸۰ کلونو په عمر وفات شوه. د هغې کورنۍ په یوه پیغام کې د دې نامتو هنرمندې د مړینې خبر اعلان کړ.

د ډالي پارټن وراره، براین سیور، په یوه ویډیو کې چې د هغې په انسټاګرام پاڼه کې خپره شوې، د دې سندرغاړې مړینه تایید کړه. د پارټن کورنۍ د هغې د مړینې لامل نه دی اعلان کړی، خو د هغې ویاند ویلي چې پارټن په نشویل ښار کې په ارامۍ سره ساه ورکړه.

د ډالي پارټن د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته، د امریکا له بېلابېلو برخو څخه ګڼو نامتو څېرو د خواخوږۍ او درناوي پیغامونه خپاره کړل. د تفرېح او هنر د نړۍ یو شمېر نامتو شخصیتونو هم د پیغامونو له لارې د هغې هنري میراث وستایه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم امر وکړ چې د پارټن د مړینې په مناسبت د یوې اوونۍ لپاره په ټول هېواد کې د امریکا بیرغونه نیمه ځوړند وساتل شي. دا اقدام د امریکا د یوې له تر ټولو مشهورو فرهنګي او هنري څېرو د مړینې په غبرګون کې ترسره شو.

د پارټن مړینه په داسې حال کې وشوه چې هغې د مې په میاشت کې اعلان کړی و چې په لاس‌وېګاس کې به خپل ټاکل شوی کنسرت لغوه کړي. هغې تر دې وړاندې ویلي وو چې له څو کلونو راهیسې د پښتورګو د تیږو له امله تر درملنې لاندې وه.

ډالي پارټن د نږدې شپږو لسیزو هنري فعالیت په ترڅ کې د امریکا د موسیقۍ له تر ټولو نامتو څېرو څخه شوه.«جولین» «زما رنګارنګ کرتۍ»او «تل به درسره مینه کوم» د هغې له تر ټولو مشهورو اثارو څخه ګڼل کېږي.

پارټن په ټوله نړۍ کې د خپلو اثارو له ۱۰۰ میلیونو څخه ډېرې کاپۍ وپلورلې او ۱۱ جایزې یې ترلاسه کړي، چې په هغو کې د ژوندانه د هنري لاسته راوړنو جایزه هم شامله ده. د موسیقۍ په برخه کې د هغې پراخو فعالیتونو د دې سبک د یوې تلپاتې څېرې په توګه د هغې ځای لا پیاوړی کړ.

د پارټن هنري فعالیت یوازې تر موسیقۍ محدود نه و. هغې په څو هالیوودي فلمونو کې هم رولونه ولوبول او د «۹ تر ۵» فلم د سندرې لپاره د اسکار جایزې ته هم نومانده شوه.

دې هنرمندې د خپل مسلکي فعالیت په ترڅ کې له ۳۰۰۰ څخه ډېرې سندرې لیکلي او ۲۵ اثار یې د بیلبورډ د کانټري موسیقۍ په جدول کې لومړي مقام ته رسېدلي دي. د هغې پراخې هنري کارنامې پارټن د امریکا د موسیقۍ او تفرېح له تر ټولو اغېزناکو څېرو څخه وګرځوله.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.