په هالنډ کې د نارنج فرهنګي ټولنې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مه کلیزه د یوه علمي سیمینار او تفریحي پروګرامونو په جوړولو ونمانځله.
په دې مراسمو کې د هالنډ او اروپا مېشتو افغانانو ترڅنګ فرهنګپالو، لیکوالانو، پخوانیو استادانو، سیاستوالو او د ښځو په ګډون ګڼو کسانو ګډون کړی و.
د نارنج فرهنګي ټولنې مشر نوراغا نوراني ویلي، چې د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت جوړ شوي سیمینار کې د کابل پوهنتون پخوانیو استادانو، لیکوالانو او سیاستوالو ویناوې وکړې.
د نوموړي په وینا، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم په انلاین ډول غونډې ته وینا کړې ده.
په سیمینار کې ویناوالو د افغانستان د خپلواکۍ د ګټونکي پاچا غازي امانالله خان، ملکې ثریا او د خپلواکۍ د فکر او عمل د بنسټ اېښودونکو پر ژوند او مبارزو خبرې وکړې.
ویناوالو د افغانستان د خپلواکۍ د تاریخي او ملي میراث د سمې پالنې پر نه ترسره کېدو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل، چې هېواد لا هم له سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو او ناورینونو سره مخ دی.
دوی ټینګار وکړ چې د خپلواکۍ د تاریخ، ملي هویت او فرهنګي ارزښتونو ساتنه د راتلونکو نسلونو د پوهاوي او د ګډو ملي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره مهمه ده.
نوراني ویلي، چې د ملي او کلتوري مناسبتونو د نمانځلو موخه یوازې د تاریخي پېښو یادول نه دي، بلکې هڅه کېږي چې راتلونکي نسلونه له خپل تاریخ، فرهنګ، ملي هویت او د خپلواکۍ له ارزښتونو سره بلد وساتل شي.
هغه زیاته کړې چې د تاریخي شخصیتونو او ملي مبارزو یاد ساتل کولای شي د ځوان نسل ترمنځ د تاریخ، فرهنګ او ملي ارزښتونو د لا پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
لیکوال:سعید سمیر








