TOOSnews
اعلان
امر اللّه صالح: حسيب پنجشېري د ميليونونو «اسيرو انسانانو» لپاره وجنګېد.
افغانستانټوس نیوز

امر اللّه صالح: حسيب پنجشېري د ميليونونو «اسيرو انسانانو» لپاره وجنګېد.

۳۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د حسیب پنجشېري د وژل کېدو په غبرګون کې هغه د میلیونونو افغانانو د ملي ارمانونو لپاره مبارز بللی چې د ده په وینا، اوس مهال «په اسارت» کې دي.

صالح د جمعې په ورځ، د زمري پر ۳۰مه، په اېکس کې لیکلي چې حسیب پنجشېري په زړورتیا مبارزه وکړه او په یوې نه هېرېدونکې «اسطورې او افسانې» بدل شو.

د نوموړي په وینا، حسیب پنجشېري خپله مبارزه د یوه عادي سرتېري په توګه پیل کړه، خو وروسته خلکو ورته د «زړور او باایمانه قوماندان» لقب ورکړ.

صالح ویلي، حسیب پنجشېري «د ملت له منځه او د خاورې له زړه راټوکېدلی» شخصیت و او د ده په باور، دغه تعبیر پر هغه بشپړ صدق کوي.

هغه زیاته کړې چې حسیب پنجشېري ته تاریخي عزت او وقار ورپه برخه شو او نوموړي له خپلې انساني وړتیا څخه پورته د خپل ولس او خاورې پر وړاندې خپله دنده ترسره کړه.

امرالله صالح د حسیب پنجشیري کورنۍ ته د هغه د وژل کېدو له امله د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ویلي یې دي چې د نوموړي یاد به تل په درنښت ساتي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.