د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو او په بند کې د ساتلو پر دوام سخته اندېښنه ښودلې او دا لړۍ یې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د نړیوالو اصولو جدي نقض بللی دی.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د نیول شویو خبریالانو نامعلوم برخلیک په هېواد کې د وېرې او سانسور فضا رامنځته کړې او د رسنیو مسلکي فعالیتونه یې په ټپه درولي دي.
د معلوماتو له مخې، د «تمدن» په نوم د یوه خصوصي ټلوېزیون مدیر مسوول محمد رحمتي او د هغه همکار محمدرضا شاوخوا دوه اوونۍ مخکې نیول شوي او تر اوسه په بند کې دي. نږدې سرچینو ویلي چې د رحمتي روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی او سمدستي طبي پاملرنې ته اړتیا لري.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم له طالبانو غوښتي چې نیول شوي کارکوونکي ژر تر ژره خوشې کړي.
د رسنیو د ملاتړ سازمان د یوه ناروغ خبریال په بند کې ساتل د رسنیو د خوندیتوب له اصولو سره په ټکر کې او «غیرانساني» چلند بللی دی.
دغه سازمان همدارنګه د نورو خبریالانو او رسنیزو فعالانو لکه بشیر هاتف، شکیب احمد نظري، وحید فرهادي، ابوذر صارم سرپلي، عزیز وطنوال او احمد جاوید نیازي نیول او بندي کول په کلکه غندلي دي. له طالبانو غوښتنه شوې چې د محمد رحمتي، محمدرضا او نورو ټولو نیول شویو خبریالانو برخلیک روښانه کړي او هغوی له کوم شرط پرته خوشې کړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې خبریالي «جرم» نه دی، بلکې د ټولنې د روښانولو او د حقایقو د څرګندولو وسیله ده. همدارنګه له نړیوالو بنسټونو، ملګرو ملتونو او د رسنیو د ازادۍ له مدافعانو غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب لپاره فشارونه زیات کړي.
د بېلابېلو نړیوالو راپورونو له مخې، افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې په ۱۷۵م ځای کې قرار لري او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې رسنۍ له سختو محدودیتونو او سانسور سره مخ دي.
لیکوال:سعید سمیر








