TOOSnews
اعلان
اشرف غني: د شاپور ځدراڼ مړينه د افغان كركټ لپاره ستره ضايعه ده.
افغانستانټوس نیوز

اشرف غني: د شاپور ځدراڼ مړينه د افغان كركټ لپاره ستره ضايعه ده.

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني چټک توپ‌اچوونکي شاپور ځدراڼ پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د افغان کرکټ یو ستر اتل بللی دی.

اشرف غني په خپلې فېسبوک‌پاڼې کې لیکلي، شاپور ځدراڼ په هغو سختو کلونو کې چې افغان کرکټ د ودې په لومړیو پړاوونو کې و، د خپلو غوره لوبو او نه ستړې کېدونکو هڅو له لارې هېواد ته ویاړونه او ولس ته خوښۍ وربښلي.

هغه د شاپور ځدراڼ مړینه د افغانستان د کرکټ لپاره یوه ستره ضایعه بللې او ویلي یې دي چې د نوموړي خدمتونه او لاسته راوړنې به د افغان ورزش په تاریخ کې تلپاتې پاتې شي.

اشرف غني د ارواښاد شاپور ځدراڼ کورنۍ، خپلوانو او د افغانستان خلکو ته د تسلیت ترڅنګ، د هغوی لپاره د جمیل صبر او شاپور ځدراڼ ته د فردوس جنت دعا کړې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.