TOOSnews
اعلان
د افغانستان او ازبكستان تر منځ سوداګري ۹۱۵،۸ ميليونه ډالرو ته ورسېده.
اقتصاديټوس نیوز

د افغانستان او ازبكستان تر منځ سوداګري ۹۱۵،۸ ميليونه ډالرو ته ورسېده.

۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز حجم ۹۱۵.۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی او افغانستان د دغه هېواد له لسو سترو سوداګریزو شریکانو څخه شمېرل کېږي.

د شمېرو له مخې، ازبکستان افغانستان ته د ۸۰۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او له افغانستانه د ۱۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات کړي دي.

بل لور ته، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د افغانستان–ازبکستان د سوداګرۍ فورم پر مهال د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ ۲۲ سوداګریز تړونونه، چې ارزښت یې له ۲۰۰ میلیونه ډالرو زیات دی، لاسلیک شوي دي.

طالبانو همداراز ویلي، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت ۹۰ سوداګریز تړونونه او د تفاهم یادښتونه لاسلیک شوي او دواړه لوري هڅه کوي کلنۍ سوداګري ۵ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.