TOOSnews
اعلان
په هرات كې د ټاپي پروژې چارې تر دوو مياشتو بشپړېږي.
اقتصاديټوس نیوز

په هرات كې د ټاپي پروژې چارې تر دوو مياشتو بشپړېږي.

۸ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هرات لپاره د طالبانو والي نوراحمد اسلام‌جار وايي، په دغه ولایت کې د ټاپي پروژې چارې به تر دوو میاشتو پورې بشپړې شي.

اسلام‌جار د شنبې په ورځ (د وږي ۷مه) د هرات د صنایعو او کانونو خونې د نوې اداري ودانۍ د پرانېستې په مراسمو کې وویل، چې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ روانې دي. نوموړي له صنعت‌کارانو او د هرات له اوسېدونکو وغوښتل، چې فابریکو او کورونو ته د ګازو د لېږد لپاره لازم چمتووالی ونیسي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ټاپي پروژې له ۱۵۳ کیلومتره مسیر څخه ۱۴۵ کیلومتره هوار او چمتو شوی، ۱۲۰ کیلومتره نللیکه غځول شوې او ۵۱ کیلومتره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.

د دغه وزارت په وینا، د نللیکې د څارنې لپاره ۱۲۸ کیلومتره سړک جوړ شوی او د نللیکې خښولو لپاره ۸۷ کیلومتره جر هم کیندل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ترکمنستان په مرسته په هرات کې د ګازو د وېش شبکې د ډیزاین چارې پیل شوي او ټاکل شوې، چې د دې شبکې ساحوي کارونه هم په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هرات کې د ۲۲ کیلومتره اوږدوالي او ۲۰ اېنچه قطر لرونکې فرعي نللیکې د جوړولو چارې به هم ژر پیل شي. د دې نللیکې د ګازو د وېش ظرفیت په ورځ کې ۸.۸ میلیونه او په کال کې ۳.۲ میلیارده متر مکعب ښودل شوی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، تمه ده چې په هرات کې د ټاپي پروژې چارې د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

ټاپي پروژه په کال کې د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري، چې له دې څخه ۱۴ میلیارده متر مکعب پاکستان، ۱۴ میلیارده هند او پنځه میلیارده متر مکعب افغانستان ته ځانګړي شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.