د بلخ د عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی چې د دې ولایت په حوزوي روغتون کې یوې مور په یو وخت کې پنځه ماشومان زیږولي دي. د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، په دغو نویو زیږېدلو ماشومانو کې درې نجونې او دوه هلکان شامل دي، او د مور او ټولو پنځو ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دغو ماشومانو مور د بلخ ولایت د دولتآباد ولسوالۍ د شینګلآباد کلي اوسېدونکې ده. نوموړې د زېږون لپاره د مزارشریف حوزوي روغتون ته لېږدول شوې وه، او د زیږون بهیر د دغه روغتیايي مرکز د کارکوونکو تر څارنې لاندې ترسره شوی دی.
د مور کورنۍ د دغو پنځو ماشومانو ځانګړو اړتیاوو ته په اشارې سره له مسؤلو ادارو، خیریه بنسټونو او هېوادوالو څخه غوښتنه کړې چې د ماشومانو د ساتنې، پالنې او لګښتونو د برابرولو لپاره ورسره مرسته او ملاتړ وکړي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې افغانستان لا هم له پراخو اقتصادي او معیشتي ستونزو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې د هېواد لویه برخه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له جدي محدودیتونو سره مخ دی.
همدارنګه، په افغانستان کې د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو د مړینې کچه لا هم لوړه ده. د وروستیو کلونو دوامدارې بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو د هېواد پر روغتیايي نظام نور فشار هم زیات کړی دی.
لکه څنګه چې د یونیسف او روغتیانړیوال سازمان په څېر نړیوالو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی، په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه مخ په زیاتېدو ده، او د بشري مرستو او روغتیايي خدمتونو د لا پراخ ملاتړ اړتیا ورځ تر بلې ډېریږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








