د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) هغه راپورونه رد کړي چې پکې ادعا شوې وه د هرمز تنګی تړل شوی او د سمندري تګ راتګ بهیر درېدلی دی.
سنټکام په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو له لوري خپرې شوې ادعاوې، چې ګواکې دا ستراتیژیک سمندري دهلېز بند شوی، حقیقت نه لري.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې سوداګریزې بېړۍ لا هم په عادي ډول د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ کوي او د سمندري ترافیک جریان هېڅ ډول خنډ یا بندښت نه لري.
د معلوماتو له مخې، نړیوالې تجارتي کښتۍ خپل معمول حرکت ته دوام ورکوي او د لارې وضعیت د پخوا په څېر عادي دی.
په همدې حال کې، د ایران او امریکا ترمنځ په سیمهییزو اوبو کې ترینګلتیاوې لا هم دوام لري او دواړه لوري د یو بل پر ضد متضادې څرګندونې کوي.
لیکوال:سعید سمیر








