TOOSnews
اعلان
په پنجشېر کې د نویو کانونو پېژندنې د کانونو برخې د پراختیا لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.
اقتصاديټوس نیوز

په پنجشېر کې د نویو کانونو پېژندنې د کانونو برخې د پراختیا لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.

۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په پنجشېر کې ۴۲ نوې د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو کانونه پېژندل شوي او تثبیت شوي دي؛ هغه اقدام چې کولای شي په دې ولایت کې د پانګونې زیاتوالي او د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته لاره هواره کړي.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، په دې کانونو کې د زمرد ۲۸، د ګرین ګارنیټ ۱۲ او د تورمالین ۲ کانونه شامل دي چې په عنابه، حصه اول او پریان ولسوالیو کې پېژندل شوي دي.

اقتصادي کارپوهان وایي د دې کانونو د استخراج بهیر پیلېدل، د کانونو په برخه کې د پانګونې د جلب ترڅنګ، کولای شي په پنجشېر کې د دندو د رامنځته کولو او د اقتصادي فعالیتونو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

پنجشېر ولایت د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو په برخه کې د پام وړ ظرفیت لرونکو افغاني سیمو څخه شمېرل کېږي. زمرد، تورمالین، ګرین ګارنیټ او بیروج د دې ولایت تر ټولو مهمې کاني سرچینې ګڼل کېږي.

له دې سره سره، له دې سرچینو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه پانګونې، مناسب مدیریت او د تخنیکي او چاپېریالي معیارونو مراعاتولو ته اړتیا لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.