«یوریشیا ېټ» په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو پنځه کاله وروسته، دا هېواد لا هم د مرکزي اسیا په امنیتي، اقتصادي او ترانزیټي محاسبو کې مهم ځای لري او د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې افغانستان د سیمهییزې همکارۍ په نویو چوکاټونو کې شامل کړي.
د یاد راپور له مخې، د افغانستان موضوع د ۲۰۲۶ کال په اګست او سپټمبر میاشتو کې د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې هم د سیمې د هېوادونو له مهمو موضوعاتو څخه وه.
راپور زیاتوي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ازبکستان هڅه کړې چې افغانستان یوازې د یوې امنیتي مسئلې په توګه ونه کتل شي، بلکې دغه هېواد د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلولو د یوه مهم پل په توګه مطرح شي.
«یوریشیا نېټ» په ۲۰۲۵ کال کې د «ترمذ ډیالوګ» په نوم د بهیر پیلول د همدې تګلارې یوه بېلګه بللې ده. د دغه بهیر په دویمه غونډه کې د سیاسي خبرو اترو، ترانزیټ، لوژستیک، اقلیمي بدلونونو او بشري همکاریو په اړه بحثونه شوي دي.
په همدې حال کې، طالبانو هم سږ کال له مرکزي اسیايي هېوادونو سره د اړیکو او تعامل د پراخولو لپاره هڅې کړې دي. کابل د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې د «افغانستان او مرکزي اسیا د مشورتي ډیالوګ» د لومړۍ غونډې کوربه و، چې د مرکزي اسیا د ټولو پنځو هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و.
د جون په میاشت کې هم د «افغانستان او مرکزي اسیا د څېړنیزو مرکزونو فورم» جوړ شو. د دغه ناستې موخه د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د څېړنیزو او عملي وړاندیزونو وړاندې کول بلل شوي وو.
خو راپور ټینګار کوي چې د مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان په اړه یو شان دریځ نه لري. ازبکستان تر ډېره پر سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمهییز اتصال تمرکز کوي؛ تاجکستان د سرحدي امنیت، ټولشموله حکومت او امنیتي ګواښونو مسئلې مهمې بولي؛ ترکمنستان بیا انرژۍ او ترانزیټي پروژو ته زیاته پاملرنه کوي، او قزاقستان له افغانستان سره اقتصادي او دیپلوماټیک تعامل ته دوام ورکوي.
د دغې رسنۍ په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو او همدارنګه د ایران اړوندو تحولاتو، له مرکزي اسیايي هېوادونو سره د کابل د اړیکو اهمیت لا زیات کړی دی. افغانستان هم هڅه کوي چې د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان له لارې د خپلو سوداګریزو او ترانزیټي لارو انتخابونه پراخ کړي او پر محدودو مسیرونو خپله تکیه کمه کړي.
راپور په بله برخه کې په مرکزي اسیا کې د امریکا پر رول هم بحث کوي او لیکي چې واشنګټن لا هم له دې سیمې له هېوادونو سره تعامل لري، خو تمرکز یې تر ډېره پر اقتصاد، انرژۍ، پانګونې، مهمو کانونو او د«سي۵+۱» پر چوکاټ دی.
د راپور له مخې، د امریکا ځانګړي استازي سرجیو ګور په بشکېک کې د مرکزي اسیا له مشرانو سره لیدنې کړې دي. په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
«یوریشیا نېټ» لیکي چې دغه لیدنې د افغانستان په اړه د امریکا د یوې نوې رسمي پالیسۍ د اعلان په معنا نه دي؛ خو ښيي چې د واشنګټن اړیکې له افغانستان سره په بشپړه توګه نه دي پرې شوي، بلکې له ۲۰۲۱ کال وروسته، د امریکايي ځواکونو له وتلو سره، په یوه بل چوکاټ کې دوام لري.
د دغه راپور په پایله کې ویل شوي چې افغانستان د مرکزي اسیا له سیمهییزو محاسبو څخه نه دی وتلی، بلکې د سیمې هېوادونه تر پخوا ډېر هڅه کوي چې له افغانستان سره د همکارۍ خپلواکې لارې رامنځته کړي. د دې رسنۍ په باور، د افغانستان اهمیت په سیمهییزو محاسبو کې کم شوی نه دی، بلکې د دغه هېواد رول هم تر پخوا زیات د مرکزي اسیا هېوادونه ټاکي، نه واشنګټن.
لیکواله:رویا ستانکزی








