TOOSnews
اعلان
فراهي : د واخان دهلېز د ناامنه كولو هڅې به بې ځوابه پاتې نه شي.
افغانستانټوس نیوز

فراهي : د واخان دهلېز د ناامنه كولو هڅې به بې ځوابه پاتې نه شي.

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین، حیات‌الله مهاجر فراهي، خبرداری ورکړی چې د واخان دهلېز د ناامنه کولو هر ډول هڅه به د دوی له سخت غبرګون سره مخ شي.

فراهي د چنګاښ په ۲۶مه په اېکس کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د واخان ستراتیژیک دهلېز امنیت د طالبانو د امنیتي ځواکونو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې به هېڅ ډول غفلت ونه شي. هغه ټینګار کړی چې کورني او بهرني مخالفان باید د امنیتي ځواکونو جدیت او حساسیت درک کړي.

نوموړي همدارنګه ویلي، هغه ډلې او کړۍ چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ نه شي زغملی او د اقتصادي پروژو پر وړاندې خنډونه جوړوي، د ترحم وړ نه دي. د هغه په وینا، د اقتصادي پرمختګونو او زیربناوو پر وړاندې د هر ډول ورانکارۍ او اخلال مخه به په سختو اقداماتو ونیول شي.

واخان دهلېز د افغانستان له مهمو ستراتیژیکو سیمو څخه دی چې دغه هېواد له چین سره نښلوي او په وروستیو کلونو کې د ترانزیټ او اقتصادي نښلونې له پلوه پرې ځانګړی تمرکز شوی دی. دا سیمه د چین لپاره هم مهمه ګڼل کېږي او تاجکستان هم وخت ناوخته د افغانستان له لوري د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې څرګندوي.

د طالبانو د دغه چارواکي څرګندونې داسې مهال کېږي چې تازه د «سپاهیان میهن» په نوم یوې نوې وسله‌والې ډلې ادعا کړې، د بدخشان د کوز یفتل ولسوالۍ ودانۍ یې د څو ساعتونو لپاره نیولې وه. دغې ډلې، د خپلو بریدونو لامل د طالبانو له خوا له خلکو سره «بې‌عدالتي»بللې.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.