د جمهوریت پر مهال د چارو ادارې پخواني مشر محمد همایون فضلي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرداری ورکړی چې سیاسي او ایډیالوژیکه انزوا به هېواد له اقتصادي او ټکنالوژیکې انزوا سره هم مخ کړي.
فضلي ویلي: «ایډیالوژیکه انزوا سیاسي انزوا رامنځته کوي او سیاسي انزوا د اقتصادي او ټکنالوژیکې انزوا لامل ګرځي.»
هغه ټینګار کړی چې افغانستان باید له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره بېرته په فزیکي او ډیجیټلي توګه ونښلول شي. د نوموړي په باور، د عصري سړکونو، اورګاډي، باوري برېښنا، مخابراتو، پراخ انټرنېټ، معلوماتي زېربناوو، ډیجیټلي عامه خدمتونو، ټکنالوژۍ شرکتونو او علمي څېړنیزو مرکزونو پراختیا د هېواد د پرمختګ لپاره اړینه ده.
فضلي وايي، د افغانستان د راتلونکي لپاره تر ټولو مهمه پانګونه باید پر ځوانانو وشي او ښځو او نارینهوو دواړو ته باید د علم، ټکنالوژۍ او اقتصاد په برخو کې د ګډون زمینه برابره شي.
هغه د افغانستان د نولسمې پېړۍ وضعیت ته په اشارې ویلي چې د هېواد له اورګاډي شبکې څخه پاتې کېدل یوازې د افغان حکومتونو د پرېکړو پایله نه وه، بلکې د بریټانوي هند او تزاري روسیې جیوپولیټیکو سیالیو هم په دې برخه کې رول درلود.
لیکوال:سعید سمیر








