پخواني جمهوري چارواکي او د پکتیا پخواني والي حلیم فدایي د موبي ګروپ او طلوع نیوز د مشر سعد محسني د وروستیو څرګندونو په اړه توند غبرګون ښودلی او د رسنیو پر فعالیتونو یې د تجارتي ګټو د لومړیتوب تورونه لګولي دي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې د جمهوریت په دوره کې د حج او اوقافو وزارت هڅه کوله څو د خلکو د دیني احساساتو د درناوي لپاره د اذان خپرول په تلویزیوني چینلونو کې پیل شي، خو د ده په وینا، طلوع نیوز د دې خپرولو لپاره د هرې دقیقې په بدل کې شاوخوا ۲۰ زره ډالر غوښتنه کړې وه.
فدایي زیاتوي چې یاده رسنۍ یوازې د اذان موضوع نه، بلکې د دیني پیغامونو او همدارنګه د نشه يي توکو پر ضد او د ځانمرګو بریدونو د مخنیوي کمپاینونه هم د مالي قراردادونو له لارې خپرول، او دغه ډول پروګرامونه به یې د عامه خدمت پر ځای د سوداګریز اعلان په نوم ثبتول.
د هغه په وینا، په هغه وخت کې ځینو رسنیو د سیاسي او ټولنیزو مسایلو په تودولو کې هم رول درلود او د قومي او سمتي اختلافاتو د زیاتېدو لامل شوې. فدایي ادعا کوي چې کله حکومتي چارواکو د ملي وحدت د ساتنې لپاره د ځینو خپرونو د محدودولو غوښتنه کوله، دا کار د بیان د آزادۍ خلاف بلل کېده.
هغه همدارنګه ویلي چې هماغه رسنۍ او ملاتړي یې اوس د اوسني سیاسي وضعیت په اړه نرم دریځ لري او د پخوانیو انتقادونو برعکس، د مختلفو نظامونو ترمنځ ورته والیونه مطرح کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د موبي ګروپ د مشر وروستۍ مرکې او د ښځو د وضعیت په اړه د هغه نظرونه د یو شمېر سیاسي څېرو له لوري د پخوانیو ارزښتونو د کمزوري کولو او د شخصي ګټو د خوندیتوب هڅه ګڼل شوې ده.
لیکوال:سعید سمیر








