د خرمشهر د بندر او سمندري چارو عمومي رئیس، علي عسکري، افغانستان او پاکستان ته د ګډ ترانسپورټ له لارې د مایع ګازو د صادراتو د پیل خبر ورکړ. د هغه په وینا، دا اقدام د صادراتي لارو د پراختیا او د ایران د لوژستیکي شبکې په چوکاټ کې د خرمشهر بندر د ځایګاه د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.
د مهر خبري آژانس شنبې د غبرګولي ۲۳مه، راپور ورکړی چې افغانستان او پاکستان ته د ګډ ترانسپورټ له لارې د مایع ګازو د صادراتو لومړني عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوي دي. دغه جوپې له خرمشهر بندر څخه د دواړو ګاونډیو هېوادونو بازارونو ته لېږدول شوي دي.
ګډ ترانسپورټ هغه طریقه ده چې پکې د یوه ګډ تړون تر چتر لاندې د بېلابېلو ترانسپورټي وسیلو لکه بېړۍ، اورګاډي او لاریو څخه کار اخیستل کېږي. دا طریقه د توکو د لېږد اسانتیا او د اکمالاتي ځنځیر د موثریت په لوړولو کې مرسته کوي.
وروسته له هغې چې د پاکستان ځینې سرحدي لارې وتړل شوې، د طالبانو حکومت هڅه کړې چې له ایران څخه د وارداتو کچه لوړه کړي. په همدې لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو په وروستیو کلونو کې د پام وړ وده کړې ده.
د اټکلونو له مخې، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۴ میلیارده ډالرو ته رسېږي. د دې سوداګرۍ لویه برخه افغانستان ته د ایراني توکو صادرات جوړوي.
پتروشیمي محصولات، مایع ګاز، سپین تېل، خوراکي توکي، ساختماني مواد او د مصرفي توکو بېلابېل ډولونه افغانستان ته د ایران له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي. دغه توکي د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي راکړه ورکړه کې مهمه ونډه لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








