TOOSnews
اعلان
د لوړو زده کړو وزارت یو کارمند د طالبانو لخوا په پنجشېر کې نیول شوی.
افغانستانټوس نیوز

د لوړو زده کړو وزارت یو کارمند د طالبانو لخوا په پنجشېر کې نیول شوی.

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په پنجشیر ولایت کې محلي سرچینې وایي چې د لوړو زده کړو وزارت د انکشافي برخې کارکوونکی عبدالمالک څلور ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

د سرچینو په وینا، عبدالمالک د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ له عبدالله‌خېل سیمې نیول شوی او وروسته د طالبانو د استخباراتو ۴۰م ریاست ته په کابل کې لېږدول شوی دی.

د عبدالمالک نږدې خپلوان وایي چې تر اوسه د هغه د کورنۍ او خپلوانو هېڅ غړي ته د لیدنې یا اړیکې اجازه نه ده ورکړل شوې او د هغه د وضعیت په اړه هم هېڅ معلومات نشته.

د دې دولتي کارکوونکي د نیول کېدو لامل لا تر اوسه روښانه نه دی. خو د هغه نږدې خپلوان ټینګار کوي چې عبدالمالک له مخالفو ډلو سره هېڅ ډول اړیکې نه لري او پرته له کومې څرګندې تورنې یا وضاحت ورکولو نیول شوی دی.

طالبانو تر اوسه د دې راپور او د عبدالمالک د نیولو د لامل په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.