د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د بدخشان ولایت په یفتل ولسوالۍ کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د طالبانو کړنې وغندلې او دا یې د خلکو له اساسي حقونو سرغړونه او د افغانستان د خلکو د ارزښتونو، کلتور او دودونو سپکاوی وباله. دغه ګوند همداراز ویلي چې طالبان به د افغانستان د خلکو د ګډې غوښتنې او ارادې پر وړاندې له جدي ننګونو سره مخ شي.
د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ کې ولسي اعتراضونه د شنبې په ورځ، د زمري ۱۰مه، وروسته له هغې پیل شول چې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو ځواکونو له خوا یوه ښځه تلاشي شوې وه. د سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې د دې پېښې سربېره، هغه څه چې دوی یې د طالبانو له خوا پر خلکو پراخ فشارونه او ناسم چلند بولي، د دې اعتراضي غونډې د رامنځته کېدو له اصلي لاملونو څخه دي.
ځايي سرچینو تایید کړې چې طالبانو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره ډزې کړي دي. د دغو سرچینو په وینا، د دغو ډزو له امله مرګژوبله هم اوښتې، خو تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو کره او رسمي شمېر نه دی اعلان شوی، او د طالبانو چارواکو هم په دې اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.
د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند په خپلې اعلامیې کې د طالبانو کړنې غندلي او د بدخشان د خلکو او د افغانستان د نورو وګړو ترمنځ یې د یووالي او پیوستون پر ساتلو ټینګار وکړ، څو د هغه څه پر وړاندې مبارزه وکړي چې دغه ګوند یې «ظلم او جبر» بولي. یاد ګوند همداراز له هغه څه ملاتړ اعلان کړ چې دوی یې د طالبانو پر وړاندې د «ښاریانو مشروع دفاع» او د افغان ښځو مبارزه بولي.
د اعلامیې په بله برخه کې راغلي چې د بدخشان خلک د استبداد پر وړاندې د مبارزې او عدالت غوښتنې اوږد تاریخ لري، او د دغه ګوند په باور، دوی به د فشارونو او زور زیاتي اقداماتو ته تسلیم نه شي. جمعیت اسلامي په پای کې ټینګار کړی چې طالبان باید د افغانستان د خلکو غوښتنې او ارادې ته درناوی وکړي، او ویلي یې دي چې دا ډله به د خلکو د ګډو غوښتنو پر وړاندې له جدي ننګونو سره مخامخ شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








