TOOSnews
اعلان
په افغانستان كې د لومړي ځل لپاره د اعصابو د جراحي ملي ټولنې دفتر پرانيستل شو.
افغانستانټوس نیوز

په افغانستان كې د لومړي ځل لپاره د اعصابو د جراحي ملي ټولنې دفتر پرانيستل شو.

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د اعصابو د جراحي ملي ټولنې دفتر پرانېستل شو. د اعصابو د جراحي متخصص ډاکټر خالد ځدراڼ دا اقدام د هېواد په طبي برخه کې یو تاریخي ګام وباله او ویې ویل، چې دغه ټولنه به د افغان اعصابو جراحانو د مسلکي یووالي، علمي همکارۍ او د دې برخې د ودې لپاره کار وکړي.

د نوموړي په وینا، افغان اعصابو جراحانو تر دې وړاندې داسې یوه ملي او مسلکي ټولنه نه لرله چې د دوی استازیتوب وکړي او تر یوه چتر لاندې یې راټول کړي. هغه زیاته کړه، چې د دې ټولنې په جوړېدو سره د ډاکټرانو د یووالي او د اعصابو د جراحي د پرمختګ پخوانۍ هیله عملي شوې ده.

د ټولنې مسوولان وایي، چې د افغانستان د اعصابو د جراحي ملي ټولنه به د زده کړو، علمي څېړنو، مسلکي همکاریو او د ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو په برخو کې فعالیت وکړي، څو په هېواد کې د اعصابو د جراحي خدمتونه نړیوالو معیارونو ته ورسوي.

ډاکټر خالد ځدراڼ د دې ټولنې جوړېدل د ټولو افغان ډاکټرانو ګډ ویاړ وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې د ګډو هڅو په مټ به ناروغانو ته لا معیاري او غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.